هندوکش – کابل: د افغانستان برښنا خصوصي شرکت نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې نن ترماښامه تخنیکي کارکوونکي به د کابل برښنا ونښلوي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ طالب وسله والې ډلې د پلخمرې په 38 ګیلومترې کې ازبکستان نه افغانستان ته د وارداتي برق یوه پایه له منځته وړې وو چې ترډیرو هڅو وروسته بیا ورغول شوه.
د یادونې وړ ده چې تردې وړاند هم طالبانو د بغلان ولایت په ګلان دښتې کې یوه پایه له منځه وړې چې له امله یې صنعت کارانو ته درانه مالي زیان اوښتې وو.
سپوږمۍ پوپلزۍ
د کابل ښار برښنا ترماښامه نښلول کیږي
