د کابل په ترهګريز بريد کي 43 کسانو ته مرګ ژوبله واوښتل

comments 0

34 Views

هندوکش – کابل: چارواکي وايي، په کابل کې پر حکومتي ودانیو د وسله‌والو په ډله‌ییز برید کې لږ تر لږه ۲۹ کسان شهيدان سوي او تر 14 زیات نور ټپیان دي.
د کابل د امنیتي چارواکو په وینا لس ساعته جګړې او د ټولو بریدګرو له وژل کېدو وروسته تېر ماسخوتن دا ډله‌ییز برید پای ته ورسېد.
د کابل د پولیسو ځینو سرچینو ویلي، له برید وروسته ماتو ګوډو کې د مړو او ټپیانو لټون لا هم روان دی او د دې وېره شته چې د مرګ ژوبلې شمېر به تر دې زیات شي.
د کابل د ګارنیزون قوماندان جنرال مراد علي مراد وايي، برید هغه مهال پیل سو چې وسله‌والو کسانو د شهیدانو او معلولینو د ریاست مخې ته لومړۍ موټري بمي چاودنه وکړه او وروسته دغلته څو منزله ودانۍ ته ننوتل.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments