د کابل ولایت په موسهي ولسوالۍ کې ۱۲ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

2 Views

هندوکش ـ کابل: د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي، چې تیره ورځ وسلوالو طالبانو غوښتل د یاد ولایت په موسهي ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو وسلوال بریدونه ترسره کړي، چې د افغان ځواکونو لخوا له سخت غبرګون سره مخامخ شول او په پایله کې ۱۲ تنه وسلوال طالبان ووژل شول.
چارواکي وايي، چې په یاده نښته کې د ۱۲ تنو طالبانو په وژل کیدو سربیره ګن شمیر سپکې او درنې وسلې د افغان ځواکونو لاسته ورغلې دي.
په ورته وخت کې د یادې ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، چې نور د طالبانو له باج ګیریو او ظلمونو څخه په تنګ راغلی یوو، دوی همدا راز له افغان ځواکونو څخه د پراخو عملیاتو غوښتنه کړې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments