د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د طالبانو یو مهم قوماندان ووژل شو

comments 0

1444 Views

هندوکش ـ کابل: د کابل امنیتي چاراکي وايي، چې وسلوالو طالبانو له تیرې یوې اونۍ راهیسې د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ په جګدلک سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونه په پوستو بریدونه پیل کړي و، چې د افغان ځواکونو له سخت او کلک غبرګون سره مخ شوي او په پایله کې د یادې ولسوالۍ لپاره د طالب وسلوالو یو مهم قوماندان مولوي صدیق الله ووژل شو.
ځايي چارواکي وايي، چې د یادې ولسوالۍ په لرې پرتو سیمو ته پاکستاني وسلوال راغلي او د طالبانو د جګړې رهبري کوي.
په ورته مهال کې د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو د افغان ځواکونو ملاتړ کوي او وايي، چې که اړتیا شوه د افغان ځواکونو سره به یو ځای د ترهګرو په وړاندې جګړه ترسره کړو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments