د کابل وروستي ځانمرګې برید مسوولیت داعش په غاړه واخیست

comments 0

61 Views

هندوکش – کابل: داعش ته منسوب اعماق ویب پاڼې نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د کابل د ځانمرګي برید یادې ډلې له خوا پلي شوې دې.
یاد برید چې یک شنبې ورځ د کابل ښار په شپږمه حوزې کې د تذکرو د ویش پر مرکز شوې وو پکی زیات شمیر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش رسنیو ته وویل، دغه برید د یو پلي ځانمرګي بریدګر له خوا د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې د پیښې ټول قُربانیان ملکي وګړي دي.
یاد مرکز په داسې حال کې تر برید لاندې نیول کیږي چې، له یوې اونۍ راهیسې په افغانستان کې د ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د نوم ليکنې پروسه پیل شوې ده.
په ورته وخت کې یاد برید نړیوالو ټولنو په ګدون دولتي چارواکو لخوا هم غندل شوې او په دې اړه ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي چې، دا ډول بریدونه به په ډیموکراټیکو بهیرونو کې د ګډون لپاره د خلکو عزم او اراده کمزورې نه کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments