د کابل وروستي بریدونو په اړه مدني ټولنو او چارواکو غبرګون وښود

comments 0

49 Views

هندوکش – کابل: د تیرې ورځې پر ځانمرګې برید چې د ابتدایي معلوماتو له مخې ۵۷ کسان شهيدان او ۱۱۹ تنه نور ټپیان شوي بیلابیلو بنسټونو او عالي رتبه چارواکو غبرګونونه وښوده.
د ینس سټولټنبرګ تویتر پاڼې نه په خبر کې راغلي چې ،دوې به له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کي د افغانستان تر شاه وي.
په ورته وخت کې یوناما هم برید غندلې او یوې خبرپاڼه یې خپره کړه چې پر بنسټ یې د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو ویلي چي ملګري ملتونه د دې برید له قربانیانو او کورنیو سره غمرازي ښيي او دې برید وښودله چې ترهګر د ملکیانو ژوند ته هېڅ پام نه‎ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې، تر دې مخکې د امریکا سفارت په کابل کي پرونی برید وحشیانه بللی او ویلي وو چې له افغانستان سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
د یادونې وړ ده چئ داعش ترهګريزي ډلي ددې وحشانه برید مسؤلیت پر غاړه اخېستی دی.
د افغانستان د عامي روغتیا ویاند پرون ماښآم ناوخته وویل چې ، له بده ‎مرغه په دشت برچي کي د خونړي برید په نتیجه کي زموږ د شمېرو له مخې ۵۷ کسان شهيدان سوي چي په کښي ۲۵ سړي، ۲۲ ښځې، اته ماشومان او دوه نامعلومه جسدونه شامل دي.
د نوموړې په وینا، په دغه برید کې ۱۱۹ وطنوال مو هم ټپیان دي چي په‎ کښي ۵۰ ښځې، ۵۲ نارینه او ۱۷ ماشومان شامل دي.
د یادونې وړه ده چې رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې یاد برید د یوه ایراني وګړې لخوا نه ترسره شوې دې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments