د کابل هرات پرلویه لارماین چاودنه شوي

comments 0

99 Views

هندوکش- فراه: دمحلی ارګانونوله قوله نن چهارشنبه د(اسد۹) دکابل هرات پرلویه لاره دفراه ولایت آب خرما په ساحه کې د یو ملکي ۳۰۳ بس موټر په سورلیو د سړک غاړې ماین چاودنه شوې.
دی راپورنوله مخي ویل کیږي چي تراوسه په دې پېښه کې ۳۴ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
په وژل شوې کسانوکي ښځي ماشومان اوسپین کیري شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو پر بنسټ د طالبانو د سړک د غاړې ماینونو له کبله تر ټولو زیات ملکي وګړي وژل کیږي
څه موده وړاندې هم کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر وویل، د طالبانو د سړک د غاړې ماینونه ړندې وسلې دي چې ډیری مهال له ملکیانو قرباني اخلي.
امیر حسین سلجوقی

Share this page to Telegram

Comments