د کابل نني بريدونه د حقاني شبکې او لشکر طیبه ډلې کړي دي

comments 0

43 Views

هندوکش ـ کابل: په کابل کې نن سهار مهال په شهر نو او دشت برچي کې پر څو سیمو ډله ایز بریدونه وشول چې يو شمېر ملکي وګړي پکې شهیدان او ټپیان شول.

د ملي امنيت لوی رياست په اعلاميه کې ويلي دي چې دا بریدونه د حقاني شبکې کړي دي او د لشکر طيبه ډلې له لوري چې د پاکستان د استخباراتي ادارې ملاتړ له ځان سره لري پلان کړي وو.

د ملی امنيت رياست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددې پيښې د کونکو  د نيول کيدو په خاطر هڅې روانې دي او ډير ژر به يي په اړه کره جزييات له ولس سره شريک شي.

که څه هم په ۱۳ حوزه کې د شوي بريد مسولیت د داعش ترهګرې ډلې پر غاړه واخیست خو شنونکي وايي چې ددې برید او وروستیو بریدونو په اړه د طالبانو او داعش ګډه چوپتيا ددې ښودنه کوي چې ورته بریدونه تر ډيره حقاني شبکه تر سره کوي او چې کله ملکی تلفات پکې ډير وي بیا يي مسولیت د داعش په نوم د دې شبکې بله برخه پر غاړه اخلي.

بلخوا پوځي شنونکي وايي چې په افغانستان کې د داعش شتون او فعالیتونه دومره ډير نه دي بلکه پاکستان د حقاني شبکې په واسطه وروستي بريدونه د داعش په نوم کوي او تر شاه يي حقاني شبکه ده.

د يو بل خبر له مخې د حقاني شبکې او داعش د مطبوعاتي برخې تر منځ ځينې اړيکې هم افشا شوي دي.

د ملی امنيت لوی رياست په خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي دي چې په ولايتونو کې وروستیو لاسته راوړونو ته په کتو سره پاکستان له حقاني شبکې سره په ګډه په لويو ښارونو کې د مبهمو بریدونو په کولو سره غواړي چې ولسي اذهان مغشوش کړي.

باید وويل شي چې تر دې مخکې به تر هر بريد وروسته طالبانو او حقاني شبکې ژر مسولیت اخیست خو په وروستیو کې د دوی په رسنیز برخه کې يو ډول سکوت حاکم دی او ددې ښودنه کوي چې تر هر برید وروسته د داعش او طالبانو د پاکستانۍ سوق ادارې په مرکز کې ناست مسولین يي پایلو ته په تمه وي او بیا يوې مشخصې ډلې ته لارښونه کوي.

بلخوا د کورنیو چارو وزیر ويس احمد برمک هم نن مازديګر ددې بريدونو په تړاو رسنیو ته معلومات ورکړل.

د برمک په خبره اوس طالبان په څو نومونو د سیمې له ډيرو هیوادونو وسلې او پيسې تر لاسه کوي.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments