د کابل لپاره د طالبانو سرې قطعې قومندان ووژل شو

comments 0

4 Views

هندوکش ـ کابل: د کابل پولیس وايي، چې د سروبي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې کابل ته د طالبانو د سرې قطعې مرستیال، عیرت الله چې په ملا سنګین مشهور وو او د یادې ډلې یو قومندان، صلاح الدین صادق وژل شوي دي.
د پولیسو په خبره، دغه عملیات پنجشنبې(د وږي په ۲۷مه نېټه) وشول، چې پایله کې یې له ۱۰ ډېر طالب وسلوال ټپیان شول.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو د سولې مرکچي پلاوي دوحه کې د سولې خبرو لپاره پر هڅو بوخت دي.
د دې ترڅنګ دفاع وزارت وايي، چې اوس مهال د هېواد پنځلسو ولایتونو کې جګړه روانه ده.
افغان حکومت اوربند او د تاوتریخوالیو کمښت اصلي موضوعات بولي، خو طالبان تاوتریخوالی ندی کم کړی او جګړه یې نوره هم شدیده کړې ده.
د دې ترڅنګ تېره شپه د ارزګان ګېزاب ولسوالۍ کې د طالبانو بریدونو له کبله د یوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ژوند بایللی دی.
همداراز د هرات ولایت شنډنډ ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو د طالبانو موټر بم برید شوی خو سیمه کې سرچینې څرګندوي مرګ ژوبله ملکي کسانو ته اوښتې ده.
د هرات والي، سید وحید قتالي وايي، چې ځوابي برید کې ۵۳ طالبان هم وژل شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments