د کابل غونډه له اعتراض سره مخ ده

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: کابل کې یو شمېر نوماندانو غازي ستیډیم ته خلک رابللي و چې د حکومت پرضد څرګندونې یې کړي دي.
معترضینو لویه سرغړونه دا کړې چې د سولې او اعتدال ټیم بیرغونه او بینرونه ورسره و چې ټاکنیزو سرغړوونو کې راځي.
غونډه کې خلک د حکومت پرضد هڅول شوي چې د غونډې د باندې د خلکو له غبرګون سره مخ شوي.
خلک وایي، حکومت اوس هیڅ بدیل نه لري چې موقت حکومت رامنځ ته شي او پکار ده چې د ټاکنو لپاره اوسنی حکومت کار ته دوام ورکړي.
دا ټاکنیز ټیمونه ویره لري چې ولسمشر غني به له واک ناسمه ګټه واخلي او ټاکنو کې به تر دوی وړاندې شي.
په دې غونډه ځکه نیوکې دي چې فکر کیږي دا ډول غونډې د بهرنیو استخباراتو په لمسونه کیږي چې حکومت کمزوری کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments