د کابل د ښځو والیبال سیالۍ د سرې میاشتې لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

comments 0

1 Views

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د المپیک ملي کمېټې مطبوعاتي غړي مجیب قاریزاده وویل چې پای‌لوبه د سرې میاشتې او امېد لوبډلو ترمنځ وشوه چې په نتیجه کې يې سرې میاشتې لوبډلې ٣ د یو په وړاندې لوبه وګټله او د اتلولۍ مقام‌يې خپل کړ.
ښاغلي قاریزاده وایي په یادو سیالیو کې امېد لوبډلې دوهم او د کابل ښاروالۍ لوبډلې درېیم مقام ترلاسه کړ.
دا سیالۍ د والیبال سیالیو د ودې او د ښځینه والیبال لیګ ته د غوره څېرو د پېژندلو په هدف پیل شوې وې.
ویل کېږي چې د ښځو د واليبال د غوره لیګ سیالۍ به د حوت په میاشت کې د کابل په کوربه‌توب ترسره شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments