د کابل د پېښې قربانیانو روح ته دعا وشوه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: نن د کابل او نورو ولایتونو په ځینو جوماتونو کې د کابل د شنبې ورځې د برید قربانیانو روح لپاره د قرانکریم ختمونه وشول.
جوماتونو کې د پېښې قربانیانو روح ته دعا وشوه او د ترهګرو پروړاندې مبارزه کې پر یووالي باندې ټینګار وشو.
په ختمونو کې د شهیدانو روح ته د دعا تر څنګ له حکومت غوښتنه شوې چې په امنیتي سکتور کې اصلاحات راولي چې ګواښونه کم شي.
خلکو باور ښودلی چې که افغانان د ترهګرو پروړاندې سره یو شي، نو ترهګر به د لویو بریدونو توان و نه لري.
په ارزګان او هرات کې د دې برید غندنه شوې او له نړیوالو غوښتل شوي چې د افغانستان جګړه پای ته ورسوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply