د کابل برید او د ناټو او امریکا غبرګون

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ناټو او امریکا د کابل برید غندلی او دا برید یې ترهګریز عمل بللی چې ملکي بې وسلې خلک یې قرباني دي.
د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو دا ډول بریدونه هیڅ ډول هدف لاس ته نه شي راوړلی او ښه به دا وي چې د سولې خبرو ته کیني.
له دې سره ناټو په یوه اعلامیه کې دا برید یو ترهګریز عمل بللی او پر طالبانو یې غږ کړی چې له تاوتریخوالي لاس واخلي.
امریکا او ناټو ژمنه کړې چې د افغانانو د خوندیتوب لپاره به افغان ځواکونو مرستې او همکاریو ته دوام ورکړي.
امریکا او ناټو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments