د کابل برید او تر شا یې هدف / سید عبدالله پاچا

comments 0

1 Views

د افغانستان په دې حساس وخت کې چې د سولې پروسه په مخ کې ده او ټاکنیز جنجال لا پای ته نه دی رسیدلی، کابل کې سیاسي غونډه باندې برید وشو.
د دې برید ښکاره مسوولیت داعش وسله وال واخیست، خو تر شا يې ډير اهدف شته چې دلته ورته کتنه کو.
اوس مهال چې د ټاکنو د پایلو د اعلان پرسر جنجال دی، د بریالي ټیم سیال ټیم دې موضوع ته تر ډیره قومي رنګ ورکوي، د دې لپاره چې قومي مسایلو باندې خلک اعتراضونه ډير کوي او ژر غبرګون ښيي.
دا چې ځینو ټیمونو هڅه وکړه دا موضوع قومي کړي، و نه توانیدل او افغانانو وضعیت درک کړ او پریکړو ته یې درناوی وکړ.
یو لامل دا کیدلی شي چې بهرني استخباراتو دا برید د دې لپاره کړی وي، چې حساس وخت دی، اوسمهال د قوم مسایل ټاکنو کې ښکته پورته کیږي او دا موضوع به قومي موضوع لا تونده کړي.
بله موضوع د سولې ده، د تاوتریخوالي اوونۍ له کمیدو وروسته طالبانو بیا جګړه پيل کړه، طالبانو ډاډ وښود چې افغانستان کې یواځې دوی فعالیت کوي او نورې ترهګرې ډلې نشته دی.
خو له دې برید سره ښکاره شوه چې نورې ترهګرې ډلې هم شته او یواځې له طالبانو سره په سوله وضعیت نه ښه کیږي.
دا ډول بریدونه له بلې خوا بهرني استخبارات د دې لپاره کوي چې افغانان سولې ته و نه رسیږي او په یو ډول نه یو ډول باندې دا پروسه سبوتاژ شي.
د دې تر څنګ ایران په شدت سره کار کوي چې د افغانستان اوسنی وضعیت په تاوتریخوالي بدل کړي، ایران د مذهبي او قومي مسایلو لپاره ډیر کار کوي او په دې موضوع کې پآکستان هم ورسره دلچسپي لري.
د کابل برید چې ۳۳ کسان پکې شهیدان شوي او ۵۵ نور ټپيان شوي، تر شا نور ډير اهداف درلودلی شي.
افغانانو تیرو اتلس کلونو کې ډیر تمرکز پر دې و چې څنګه کیدلی شي د افغانانو یووالی له منځه یوسي او داسې مسایل راپورته شي چې افغانستان تجزیه کړي.
دښمن له تراوسه دې پلان کې نه دی بریالی شوی، خو ځینې کسان چې د پردیو ګټو لپاره کار کوي، خواله رسنیو او نورو تصویري او چاپي رسنیو کې هڅه کوي چې دا موضوع قومي کړي.
تاسو وګورئ چې د افغانستان په جګړه کې پښتون او تاجک، ازبک، ترکمن ټولو قربانی ورکړې او لا دوام لري.
ما څو کسان ولیدل چې دا موضوع یې د هزاره وو نسل کشي یاده کړې وه، خو د خلکو ځواب ورته دا و چې د ننګرهار شینوارو کې د داعش د مخنیوي لپاره شینوارو کومه قرباني ورکړې، هزاره ګانو په اتلس کالو کې نه ده ورکړې.
د شینوارو څلور قومي غونډو باندې داعش ځانمرګي بریدونه کړي چې تر زر کسان پکې وژل شوي او ټپيآن شوي دي.
تاجک، پښتون او نور قومونه هم لکه د هزاره وو قرباني دي او نباید دې دول بریدونو ته بل رنګ ورکړل شي، دښمن په کمین کې دی او هر کله حساس وخت کې داسې اقدام کوي چې وضعیت پرې بیخی خراب کړي.

Share this page to Telegram

Comments