د کابل بریدونه او په کوټه کې په يوه دیني مدرسه کې يي پلان کول( راپورتاژ)

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کوټه: د کوټې په چمن سیمه کې يوې څنډې ته د رحمان کهول په نوم وړه سیمه پرته ده که څه هم د دې سيمې ډيری خلک چې په لرو پرتو سیمو کې پراته دي اڅکزي دي ولې پاکستان تر بل هرځای دلته د وحشتونو لپاره خاص پلانونه لري.

د رحمان کهول په يوه وړه سیمه کې که څه هم د مولوي احمد کندهاري مدرسه ډير ستر شان او شوکت نلري خوهغه څه چې په دې عادي ځای کې پټ روان دي ډير حيرانونکي او زړه بوګنونکي دي.

اوس اوس په کابل کې د څو پرلپسې خونړيو بریدونو طرحه  او د بریدګرو روزنه هم په همدې مدرسه کې شوې او دا هغه معلومات دي چې د افغانستان استخباراتي ادارې هم تاييد کړي دي.

د ملي امنيت ریاست په يوه خبرپانه کې ويلي دي:« پرون په کابل کې تر شلو ډيرو ترهګر نیول شوي دي چې يو پکې هغه کس دی چې د نورو په څير يي غوښتل د علم ایزدیار د زوی پر جنازه برید وکړي چې بریالی نشو او ژوندی نیول شوی دی او دې کس ورسره شپږو نورو په تحقيقاتو کې منلې چې د مولوي احمد کندهاري په مدرسه کې ورته د ترهګریز وحشت زده کړه ورکول شوې.»

خو بل لوري ته د کوټې په رحمان کهول کې همدې مدرسې ته څيرمه يو ديني عالم چې د يادې مدرسې له ډيرومدرسينو او خصوصا مشرانو سره نيږدې پاتې شوی دی هندوکش ته يي ويلي دي چې اوس اوس په دې مدرسه باندې د پاکستان تمرکز دومره ډير شوی دی چې څو ځلې ددې مدرسې مشر د آی اس ای د کوټې د دفتر له مشر کرنیل طارق سره لیدل شوی دی.

نوموړی وايي:« کرنيل طارق چې په کوټه کې د آی اس آی مسول دی او په افغانستان اوایران کې پټې پروژې پر مخ وړي او د طالبانو پر مټ په افغانستان کې بريدونه کوي حقاني شبکې ته ډير نيږدې کس دی ان تر دې چې د حقاني شبکې له اوسني مشر سراج الدين حقاني سره چې په کوټه کې په خلیفه صیب مشهور دی تل ناستې پاستې کوي.»

نوموړی وايي:« زه درته مستند ويلی شم چې پر دې مدرسې ځکه د پاکستان تمرکز ډير شوی دی چې دوی ډيری ځانمرګي بریدګر کوټې شورا ته نه بلکه حقاني شبکې ته ورکوي او همدا لامل دی چې دلته د کرنیل طارق  او نورو استخباراتي افسرانو تمرکز هم پرې ډير شوی دی او بله خبره داده چې د پخوا په څير په کوټه کې د آی اس ای تشکيلات اوس له ځايي خلکو خصوصا پښتنو پآک شوي دي او د کرنیل طارق په څير مطلق پنجابیان ورته راغلي دي.»

نوموړي زياته کړه:« د مولوي احمد کندهاري د مدرسې وضعيت ډير خراب وو، د ډيرو استادانو د څو مياشتو هغه کمه تنخواه هم نه  وه ورکول شوې خو د کندهار تر برید وروسته اوس اوس داسې ښکاري چې هره ورځ  دا مدرسه له اقتصادي پلوه پیاوړې کيږي.»

خو ولې پر دې مدرسې تمرکز ډير دی؟

ددې مدرسې يو مدرس چې نه يي غوښتل نوم يي واخيستل شي هندوکش ته وويل:« اصلا زموږ سره ډيری د جګړه ځپلو سيمو خلک دي دنورومدرسو په توپیر دلته د سويلي ولايتونو ډير داسې تنکي ځوانان شته چې يو ډول نه يو ډول يي له دولت يا امریکايانو څخه زیان لیدلی دی نو چې کله موږ دوی روزنې ته بیايو تر نورو مدارسو دلته دجهاد او فدايي حملې لېوالتيا ډيره وي.»

دې سرچينې وويل:« په اول کې زما په ګډون ډير خلک متوجې نه وو ځکه دلته بیخي ماشومان هم راوړل شوي وو، حتی داسې کسان هم وو چې د خپل پلار نوم يي سم نشوی ويلی البته دا  د ۲۰۰۵ کال خبره ده خو اوس هغه ټول را ځوانان شوي دي، ټول نه يوازې ديني زده کړې لري بلکه همدې مدرسې ته په يو نيم کيلومتري کې د پاکستاني پوځ په یو ستر مرکز کې يي روزنه هم لیدلې.»

دا سرچينه وايي چې مدرسې ته د يو کس پر سر تر روزنې او بريد وروسته لس لکه پاکستانۍ کلدارې ورکول کیږي.

ياده دې وي چې په کوټه کې نه يوازې دا مدرسه بلکه په ټول پاکستان کې په زرګونو نارسمي مدرسې د ديني زده کړو تر څنګ طالب ترهګرو ته په سرباز ګيرئ،دتنکيو ځوانانو په مغز وينځنه، مالي ملاتړ او په هیواد کې روانو وحشتونو ته له دينی اړخه دمشروعيت په هڅه کې دي.

هندوکش ـ کوټه

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply