د کابل بريد چیرته او څنګه طرحه شوی وو( تياره اړخونه)

comments 0

0 Views

هندوکش ـ خبرخونه: په کابل کې د چهارشنبې په سهار خونړي بريد قيامت خلکو ته ور په ياد کړ او په دې وحشت کې ۵۰۰ کورنۍ دوير په ټغر کيناستلې.

که څه هم رسنیو يوازې او يوازې ددې بريد د وحشت یو اړخ را واخيست اوتر دې دمه هم په دې تړاوکيدونکې تبصرې تر ډيره رسنیزې دي ولې هندوکش خبري سرچينې اوس اوس داسې اسناد موندلی دي چې ددې بريد تياره اړخونه روښانوي.

د هندوکش خبريال له يوې امنيتي سرچينې سره په دې تړاو خبرې کړي دي او دې باوري امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط ويلي دي:« د بريد طرحه د پاکستان په اسلام اباد کې د منیب حقاني اوعزیزحقاني له لوري د آی اس ای او لشکرطيبه په شتون کې جوړه شوې وه او د پلي کيدو چار يي حقاني شبکې ته سپارل شوی وو.»

دا سرچينه زیاتوي:« پاکستان په ډيرې ځيرکۍ سره هڅه وکړه څو ځان له انزوا وژغوري خو هڅو يي پايله نه لرله په وروستیو کې بیا هم د دوی پر وړاندې جدیت، په سعودي عربستان کې له ياد هیواد څخه د اسلامي نړۍ کرکه، افغانستان ته ګرم هرکلی او باالاخره د امریکې تند دريځ دا هیواد بیا ځلې فشار ته  اړويسته.

سرچينه زیاتوي:« که پاکستان حقاني شبکه پټوي او يا وايي چې کوټې شورا ته پیسې او کوردينات نه ورکوي دا به په حقايقو ملنډې وي ځکه منيب حقاني او عزیز حقاني په اسلام اباد کې ژوند کوي دحقاني شبکې مالي مسول او د جلا ل الدين حقاني ورور خلیل حقاني بیا په پيښور کې دی او دلته يوه ډله کسان پرې را ټول دي او له  دې ځايه د پيسو حوالې افغانستان ته کيږي او له افغانستان څخه د نشه يي توکو او سړي تښتونې عوايد پيښور ته راځي.»

سرچينې دا هم وويل چې د بريد په تړاو د پاکستان نظر دا وو چې تر ډيره به شونې ده  په سيمه کې تر يوې مهمې امنيتي ادارې پورې ورسيږي خو دا چې هلته رسیدل ناشوني وو نو دلته آی اس ای يوازې او يوازې د پاکستان د زيارت د بريد په څير سرونه غوښتل او بريد وشو.

ياده سرچينه وايي چې آی اس آی ان په خپل ملت ترحم نه کوي نو پر افغان ولس به څه ترحم وکړي خو يوه بله خبره  چې د نوموړې سرچينې وکړه او ډيره مهمه ده هغه داده چې دده په خبره د طالبانو په منځ کې اختلافات هم ډير شوي دي.

نوموړي وويل:« ګورئ ذبیح الله مجاهد د کندهار تر بريد وروسته په ډيرو مواردو کې د پخوا په څير تيز نه وي بلکه چوپ وي ځکه د کندهار د برید مسولیت چې پلان يي په کوټه کې جوړ شوی وو تر ډيره پکې حقاني شبکه ښکيله وه خو چې کله ولیدل شول چې عربان پکې وژل شوي همدا لامل وو چې طالبان په اسلامي نړۍ کې هم په شرمونو وشرميدل اوس د کابل بريد هم ورته يو شی دی د کوټې شورا وياند ذبیح الله مجاهد رد کړی او حقانی شبکه يي نه غواړي مسولیت واخلي.»

نوموړی زياتوي:« تر دې مخکې دوه نور وحشتونه هم چې حقاني شبکې وکړل پاکستاني استخبارات په داعش کې برلاسي وو نو يي پړه په هغو ومنله خو اوس داعشيان هم ځکه غلی دي چې يو لوري ته سخت ځپل شوي او بل لوري ته د دوی په منځ کې هم د مشر تر وژل کيدو وروسته ستونزې شته دي نو يي مسولیت نه اخلي.»

ياده دي وي چې د کابل وحشت په ملي او نړۍ واله کچه سخت غندل شوی دی او د ملي امنيت لوی ریاست هم ويلي دي چې بريد په پاکستان کې حقاني شبکې او ای اس آی په ګډه طرحه کړی وو.

هند وکش ـ خبرخونه

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply