د کابل بانک یو بل راز ډاګیز شو

comments 0

3 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان بانک پخواني رییس عبدالقدیر فطرت په یو لیکل شوي کتاب کې د کابل بانک له یوې بلې موضوع پرده پورته کړې.
قدیر فطرت د کابل بانک د بحران په نوم کتاب کې لیکلي چې د وخت واکمن حامدکرزي د بانک په دیوالي کیدو لاس ردلود او د ټاکنیزو کمپایونونو لپاره یې شل میلیونه ډالر له بانک ویستلي و.
حکومت د بانک له دیوالي کیدو خبر و، خو حامد کرزي اجازه نه ورکوله چې په تړاو یې څېړنې وشي.
فطرت په خپل کتاب کې لیکلي چې د کابل بانک په دیوالي کیدو کې لوی لاس د حامد کرزي و چې د دیوالي کیدو څخه یې شپږ میاشتې وړاندې خبر و، خو بیا یې هم چاته اجازه نه ورکوله چې موضوع وڅېړي.
فطرت لیکي چې د فهیم د ورور په ګډون د کرزي ورور هم له کابل بانک څخه زیاتې پيسې ویستلې وې او له هېواده بهر یې جایدادونه پرې رانیولي و.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments