د کابل امنیه قوماندانۍ: په کابل کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د خلکو ښه امنیت تینګښت او لوې اختر په مناسبت کابل ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
دغه څرګندونې د کابل امنیه قوماندانې سرپرست سالم احساس په هغه ناسته کې وکړې چې د امنیتي سرتیرو تیر ۱۵ لس ورځیني لاسته راوړني یې په داګه کولې.
نوموړي زیاته کړه:د کابل ښار ښه امنیت په موخه زیات شمیر پولیس یې موتر سایکلونو سره توظیف کړې ترڅو سیار ګزمې ترسره کړي او تفریحي سیمو په ګدون د مسجدونو امنیت هم تینګ کړي.
نوموړي جنایي پیښو په اړه وویل: په تیرو ۱۵ لسو ورځو کې ۲۳۵ جنایي جرمونه کابل کې ترسره شوي چې په تړاو یې ۳۹۵ تنه نیول شوی دي.
امنیتي مسوولین دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تیره اوني پلازمینه کابل کې دوه ترهګریز بریدونه ترسره شوي دي.
سپوژمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *