د کابل امنیتي وضعیت د ښه کیدو لپاره د ولسمشر لارښوونې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر غني تېره شپه له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ناسته کې د کابل امنیتي وضعیت ارزونه کړې ده.
ولسمشر په دې ناسته کې لارښوونه کړې چې هر څومره ژر دې له امکاناتو ګټه پورته شي او د خلکو رواني امنیت دې خوندي کړي چې د هدفي وژنو یې لري.
امنیتي مسوولینو په دې ناسته کې د ښار د وضعیت د ښه کیدو لپاره خپل پلانونه له ولسمشر سره شریک کړي او ولسمشر لارښوونه کړې چې دا پلانونه دې تطبیق شي.
ولسمشر د جرمي شبکو او انسان تښتوونکو د بانډونو پرضد د جدي اقداماتو غوښتنه کړې چې د کابل ښار وضعیت ورسره ښه کیدلی شي.
ولسمشر دغه راز د نامسووله وسله والو د نیول کیدو سپارښتنه کړې چې د اختر تر ورځو د امنیت په تړاو د خلکو ډاډ حاصل شي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments