د کابل اعتراضیه غونډې سرخوږی جوړ کړی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: نن ولسمشریزو ټاکنو ته د ځینو نوماندانو لخوا غازي سټیډیوم کې اعتراضیه غونډه وشوه چې ښاریانو ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی و.
کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې امنیتي ځواکونه د خلکو دیموکراتیکو حقونو ته په درناوي، د دوی امنیت خوندي ساتي؛ خو د نوماندانانو له پلویانو غواړي چې د اعتراض او یا لاریون شرایط په پام کې ونیسي.
کورنیو چارو وزارت وایي، هېڅوک حق نلري، چې په ښار کې د عامه امن او نظم د ګډوډېدو او اخلال لامل وګرځي او نه هم څوک حق لري چې لاریون ته ناریه او جارحه وسلې راوړي.
کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکوي هغه څوک چې سرغړونه وکړي او غیر قانوني کړنې وکړي، د پولیسو له جدي چلند سره به مخ او د قانون منګولو ته به یې وسپاري.
د همدې راټولیدنې له امله نن د کابل ښار ډیری واټونه او په ځانګړي ډول د میوند جادې ، پل محمود خان، کابل نندارې او یو شمیر نور واټونه په بشپړ ډول د هر ډول ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments