د ښځو په تړاو د طالبانو نظر بدل شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي وایي، افغانستان کې د ښځو په اړه د طالبانو نظريات بدل شوي.
فوزيې کوفي چې له طالبانو سره یې د مسکو په ناسته ګډون کړی و ویلي، مسکو ته تللي افغان سیاسیون د تخريب لپاره نه دي تللي او په وینا یې افغانستان کې د ښځو په اړه د طالبانو نظريات بدل ښکاري.
کوفي ویلي، د مسکو په غونډه کې د ښځو په اړه د طالبانو په ١٣ ماده ‌کې په راتلونکي احتمالي حکومت کې چې طالبان به هم په کې رول لري، د ښځو د موقف په اړه مثبت ټکي راغلي دي.
هغې ویلي، د مسکو د غونډې په څېر ناستو کې لازمه ده چې د نورو اړخونو تر څنګ ښځې هم حضور ولري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments