د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي ګراف ټیټ شوی

comments 0

3089 Views

هندوکش – کابل: سږ کال د هېواد په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ګراف د تېر کال په پرتله راټیټ شوی دی.
د ښځو چارو وزارت د مالوماتو له مخې سږ کال نږدې دوه زره د تاوتریخوالي قضيي ثبت شوي چې تېر کال دا شمېره شاوخوا درې زره وه.
اوس د ښځو چارو وزارت په پام کې لري چې د ځینو پلانونو په تطبیق سره د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي شمېره نوره هم راکمه کړي.
د ښځو وزیره دلبر نظري وایي، ځینې پېښې شته چې په کور دننه وي، خو بیرون یې غږ نه وځي چې له ثبت پاتې کیږي.
د ښځو چارو وزارت د مالوماتو له مخې د سږ کال تاوتریخوالي قضيي ځينې یې څارنوالۍ حل کړي او ځینې په سیمو کې د مشرانو ترمنځ حل شوي دي.
سپوژمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments