د ښوونکو امتیازات زیاتیږي

comments 0

0 Views

هندوکش_کابل: پوهنې وزارت وايي، هغه طرحه یې ارګ ته د تایید لپاره لیږلې چې په اساس به یې د ښوونکو معاشونو کې زیاتوالی راشي.

د پوهنې وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې د ښوونکو لپاره نوې طرحه کې د ټرانسپورټ په نوم د ورځې ۸۰ افغانۍ په پام کې نیول شوي دي.

دغه راز د ۱۲م پاس ښوونکو لپاره ۵۰۰ افغانۍ امتیازي او د ۱۴م پاس لپاره ۱۰۰۰ افغانۍ امتیازي په میاشت کې په طرحه کې نیول شوي دي.

پوهنې وزارت وایي، هغه معاش چې ښوونکو پرې دنده ترسره کوله، کافي نه و او د ولسمشر په لارښوونه یې دا طرحه جوړه کړې ده.

پوهنې وزارت ډاډه دی چې دا طرحه به تایید شي چې ورسره به د ښوونکو ستونزې یو څه راکمې شي.

سپوژمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments