د ښه راتلونکي لپاره د ښځو ونډه / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

اوس تر بل هر وخت په دولت او ټولنه کې د ښځو ونډه د پام وړ ده او له ډير کار کیږي چې دا ونډه زیاته شي چې په هره برخه کې ښځې له نارینه وو سره یو ځای اوږه په اوږه کار وکړي.
یوه لویه ستونزه چې د ښځو د ونډې د پراختیا په تړاو شته، هغه دا ده چې ښځې د طالبانو په ریژیم او له هغې وړاندې له زده کړو پاتې شوې وې او اوس چې دولت کې ښځې کومې ونډه لري، زیاتو یې د طالبانو له ریژیم وروسته زده کړې بشپړې کړي دي او د دندې او کار کولو موقع یې لاس ته راوړې ده.
دا چې ځینې کورنۍ ښځې زده کړو ته نه پریږدي او ځینې نورې یې بیا کار کولو ته نه پریږدي، دا لویه ستونزه چې په دولت کې یې د جندر مسله تر پوښتنې لاندې راوستې، خو بیا هم په دې وروستیو کې زیات خلک په دې پوه شوي چې ښځې هم باید کار وکړي او د کورني اقتصاد تر څنګ په سیاست او نورو ټولنیزو برخو کې کار وکړي.
یواځې نارینه نه شي کولای د وطن د خیرازی لپاره کار وکړي، ځکه د دولت په هر ارګان او هره برخه کې ښځو ته ضرورت شته او د دې ضرورت لپاره افغان دولت او نړیواله ټولنه ژمنه ده چې پوره یې کړي، هغه میرمنې چې استعدادونه لري د وزیرانو او معینانو تر کچې دندې لري.
افغانستان کې تر ټولو ډيره اړتیا چې د ښځو لپاره لیدل کیږي کې د افغان ځواکونو او په ځانګړي ډول ملي پولیسو کې د دوی ونډه مهمه ده، خو لا هم د ملي پولیسو په چوکاټ کې د دوی ځای خالي دی او هغه شمېر میرمنې چې باید په پولیسو کې دنده ولري، تراوسه یې شمېر نه دی پوره شوی.
ځینې کورنۍ اجازه نه ورکوي چې دنده وکړي، ځکه افغاني ټولنه کې ښځه د کورنۍ له لوري محدوده ده او دومره صلاحیت نه لري چې په خپل زړه باندې یوه دنده واخلي او کار وکړي، خو له دې ټولو سره بیا هم دولت له نړیوالې ټولنې سره یو ځای کار کوي چې څنګه کیدای شي د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره د ښځو ونډه زیاته کړي او کورنیو ته د عامه پوهاوي له لارې قناعت ورکړي چې ښځې د نارینه وو یو مټ دی.
د سولې له پروسې نیولې بیا تر وړوکي دولتې پوست پورې ښځو ته موقع ورکړل شوې او همدا اوس په دندو دي، ځینو نورو لپاره ځایونه شته چې دولتي ادارو کې کار وکړي، خو له نیکه مرغه اوس تر بل هر وخت په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو ونډه زیاته شوې او له کورنیو یې دا واک ترلاسه کړی او یا په بله اصطلاح کورنۍ یې قانع کړې چې باید کار وکړي او د کورني مصارفو یوه برخه په غاړه واخلي.
تر هر څه مهمه دا چې د ښځو د روښانه راتلونکي لپاره اوس په ټاکنو کې د دوی د ګډون ونډه زیاته اټکل شوې او نوې موندنې ښيي چې راتلونکو ټاکنو کې به د ښځو ونډه څلويښت سلنه وي چې پخوا دا ونډه ډيره کمه وه.
ښځې کولای شي راتلونکو ټاکنو کې هم ځانونه نوماند کړي، هم د یوې نوماندې لپاره کمپاین وکړي او هم رای ورکړي او په دې برخه کې نورې ښځې وهڅوي چې د خپل روښانه راتلونکي او ښه استازو د ټاکلو لپاره خپلې رای وکاروي.
د دې ترڅنګ وروستۍ سروې ښيي چې په کورني اقتصاد کې د ښځو ونډه اوس پورته تللې چې فیصدي یې ۶۶ ته رسیدلې ده چې زیاته برخه یې به کرنه او مالدارۍ بوختې دي.
افغان حکومت سره نړیوالو مرستندویانو یې کار وکړ چې په کلیو کې د بې سواده ښځو لپاره د چرګانو فارمونه، ماهیانو روزنه، زعفرانو کښت او پروسس، دغه راز د شیدو غواګانې او بزې ورکړې چې څنګه کیدای شي له دې درکه پيسې لاس ته راوړي او نورې ښځې هم له ځان سره مصروف وساتي.
د دې تر څنګ د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کار وکړ چې ښځو لپاره د لاسي صنایعو ورکشاپونه برابر کړي، د خیاطۍ، ګلدوزۍ، قالین جوړونې او نورو برخو کې روزنه ورکړي او امکانات ورته برابر کړي چې کار وکړي او خپلې کورنۍ سره د مصارفو لویه برخه پر غاړه واخلي.
نو ناسم دودونه ماتول غواړي، د ښځو لپاره ډير فرصتونه شته او دغه راز نور باید خلک وپوهیږي چې ښځې یواځې د اولاد راوړلو او کور کولو لپاره نه، بلکې په کورني اقتصاد کې نیغ په نیغه ونډه درلودلی شي او دا کار زیاتې کورنۍ له کورني تاوتریخوالي راګرځوي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply