د ښرنې لپاره د طالبانو قومندان وژل شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیکا: د پولیسو په یو کمین کې د ښرنې د طالبانو د سرې قطعې یو قوماندان وژل شوی او بل ملګری یې ټپي دی.
یاد کمین د دوشنبې په ورځ مازیګر مهال د پکتیکا ولایت د مر کز ښرنې د ګل درې په سیمه کې ترسره شو.
د سرې قطعې یاد قوماندان احسان الله نومېده چې په چچي او ماهیر مشهور وو.
په برید کې پولیسو ته زیان ندی اوښتی او د یو عراده موټر سایکل هم د پولیسو لاسته ورغلی دی.
احسان الله د ښرنې اړوند سیمه کې زیات کسان په یو او بل نوم شهیدان کړي دي.
له احسان الله سره د پاکستان د څارګرې ادارې مستقیم تماس و او له همدې کبله یې سخت ظلم په خلکو باندې کو.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments