د ژور خپګان لاملونه

comments 0

0 Views

ژور خپګان بېلابېل لاملونه لري چې په جسمي او بیولوژیکي عواملو، کیمیاوي عواملو، رواني عواملو او ټولنیزو عواملو يې وېشلی شو. دا چې رواني او ټولنیز عوامل یې تر نورو هغو ډېر معمول دي نو موږ يې هم د همدې عواملو مطالعې ته تم کيږو:
• د مور، پلار او داسې نورو نږدې خپلوانو له لاسه ورکول.
• په کورنۍ کې د ژور خپګان د جنیټیکي یا وراثتي مخینې شتون.
• روحي فشارونه.
• تهدیدونه، وهل ټکول.
• فقر، بېوزلي او ورته نورې ناخوالې.
د مخنيوي لارې چارې
لاندې د هغو لارو چارو يادونه کوو چې پر ژور خپګان د اخته کېدو مخنيوی کوي:

• له فکر کولو مه ډارېږئ، له واقعیتونو سره مخامخ شئ، واقعیتونه ومنئ او په دې باور اوسئ، تر هغو درواغو چې تاسې ته سملاسي خوښي در بښي هغه رښتیا ډېر ښه دي چې اوس مو خپه کوي ځکه د وخت په تېرېدو سره همدا خپګان په خوښۍ اوړي.
• هېڅکله مو روحي او رواني ستونزې بابېزه مه ګڼئ، حل لاره ورته پیدا کړئ، ځکه همدا ستونزه په راتلونکې کې په لوی سرخوږي اوړي.
• وايي سلیم عقل په سالم بدن کې دی، نو تل هڅه وکړئ چې ښه غذايي رژیم ولری، ورزش وکړئ او په دې ډول د ژور خپګان مقابلې ته چمتو شئ. د ښه غذايي رژیم لپاره کولی شی له متخصصو ډاکټرانو سره مشوره وکړی.
• ښه دوستان وټاکئ. انسان یو ټولنیز موجود دی چې له نورو سره له اړېکې پرته یې ژوند ممکن نه دی. پیغمبر صلی الله علیه وسلام فرمايي: ښه دوست د عطار په څېر دی که نور هېڅ ګټه در ونه رسوي ښه بوی خو يې درته پاتې کیږي او بد دوست د اهنګر په څېر دی که نور هېڅ بد در ونه رسوي د اور سپرغۍ خو یې در الوزي. نو ښه دوستان وټاکئ، داسې دوستان چې رښتیا درته وايي، ژوند کې اساني کوي، په مهربانۍ درسره چلند کوي، د یو مخلص او لوراند په څېر تعامل لري. له درواغجنو، فرېبکارو او ناوړو دوستانو څخه لرې اوسئ.
• خپله ستونزه مه پټوئ. هېڅکله خبره په زړه کې مه غوټه کوئ، ستونزې، مشکلات او نورې ناخوالې مو له دوستانو سره شریکې کړئ. لومړی خپلې خبرې ور واوروئ، وروسته بيا د هغه خبرې واورئ. هره ستونزه حل لاره لري، هېڅکله خبره ځان ته مه غټوئ.
• له نورو د هغوی د وړتيا په تناسب هيله کوئ. په ژوند کې د غم، خپګان او اندېښنې یو لامل له نورو د لوړو هیلو لرل دي. خپلې هیلې صفر ته ورسوئ. تل کوښښ کوئ چې له نورو سره مرسته وکړئ. له نورو ډېره توقع مه لرئ. د توقع لرل مو ځوروي، روحي او رواني ځور درته پیدا کوي. نو په ژوند کې متوازن اوسئ مه له چا ډېره هیله لرئ او مه هم چاته ډېره مینه ورکوئ. عربي مقوله ده: خیر الامور اوسطها.
• واقع بین اوسئ. تل هڅه کوئ چې په صداقت او راستۍ سره ژوند وکړی. که چا درباندې نیوکه وکړه او پوه شوی چې خبره یې سمه ده ویې منئ. اعتراف وکړئ، د ستونزې د رفع کېدو کوښښ وکړئ او که داسې نه وي په کیسه کې یې مه کیږئ.
• ښې خاطرې مو در په یاد کړئ. کله چې له ځان سره کېنی او یوازې کیږی نو هغه صحنې در يادوی چې خوند ترې اخلی او ښه اغېز درباندې کوي.

Share this page to Telegram

Comments