د ډیورنډ پر کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو جګړه، طالبانو د پاکستاني ځواکونو ننګه کړې

comments 0

44 Views

هندوکش ــ کونړ: له هغه وروسته چې د وسله والو طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ هوکړه شوې چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې به پر افغان ځواکونو بریدونه ډېره وي، تازه په کونړ کې نښته رامنځ ته شوې ده.
د کونړ ولایت امنیه قوماندان مرستیال حاجي محمدیوسف وویل، د یکشنبې په مازدیکر پاکستاني ځواکونو غوښتل چې د ناړۍ ولسوالۍ د سمندر د سیمې سرحدي پوسته ونیسي او هم دغه لاره په پاکستان کې مېشتو ترهګرو ډلو او وسله والو طالبانو ته خلاصه کړي، خو په بریکوټ او شاوخوا سیمو کې ځای پر ځای افغان ځواکونو او همداراز د سیمې اوسېدونکو په ګډه د پاکستاني ځواکونو حمله په شا وتمبوله.
ښاغلي یوسف وویل چې د افغان او پاکستانیو ځواکونو د نښتې پر مهال وسله والو طالبانو همهاله د پاکستاني پوځ په ننګه د دوی پر پوستو او عامو خلکو بریدونه پیل کړل، چې دوی هم د پاکستانیو ځواکونو سره سم د افغان ځواکونو او د سیمې د مېړانیو خلکو له سخت ځواب سره مخ شول.
د کونړ یوه اوسیدونکي شهاب الدین وویل چې د پاکستاني ملېشو او وسله والو طالبانو له لوري د عامو خلکو پر کورونو ډزې کړي، چې یوه مېرمن وژل شوې او دوه تنه ماشومان ټپیان دي.
تر اوسه پاکستان د دغه نښتې په اړه څه نه دي ویلي خو سرچینې وایې پدې نښته کې د پاکستان ملېشې او وسله والو طالبانو ته درانه مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا نښته داسې مهال را منځ ته شوې چې د وسله والو طالبانو د قطر د سیاسي دفتر پلاوي پاکستان ته پخپل وروستي سفر کې د پاکستانیو چارواکو سره هوکړه کړې چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې به پر افغان ځواکونو ګډ بریدونه کوي، تر څو وسله وال طالبان د سولې په خبرو کې خپل دریځ پیاوړی او د پاکستان پوځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تاسیسات جوړ کړي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments