د ډاکټرانو په جامه کې طالبانو ته د ای ایس ای خدمات / بریالی ویاړ

comments 0

1 Views

وروسته له هغې چې افغانستان کې د کرونا پرضد افغان حکومت جدي کمپاین پيل کړ چې خلک د دې وایروس له ګواښ وژغوري، پراخ کمپاین وشو.
پاکستان پوځي حکومت له دې موقع په استفادې طالبانو ته هم لارښوونه وکړه چې له دې فرصت ګټه واخلي او ځینو سیمو ته به د دوی د استخباراتي کارکوونکو لار هواره شي.
اوس استخباراتي راپورونه وایي چې د ای ایس ای ډیر شمېر کسان د ډاکټرانو په جامه کې د هېواد سویل کې د طالبانو سیمو ته دننه شوي او د کرونا ضد کمپاین په پلمه خپل مسیجونه او تکتیکونه طالبانو ته رسوی.
د دې سفر یو هدف دا دی چې د طالبانو د جګړې لیکې ولیدل شي، ځینې کسان وهڅول شي چې جګړه دوام پيدا کړي او هغه ډلې وپيژندل شي چې غواړي راتلونکي کې له جګړې لاس واخلي.
د ډاکټرانو په جامه کې د ای ایس ای دا ډله څو ولایتونو کې خپره شوې او هر یو یې خپله تګلاره مخ ته وړي.
دا طالبانو او ای ایس ای ته یو فرصت دی، ځکه کرونا ضد کمپاین کې د اوربند غوښتنه هم شوې او طالبانو روغتیایي کارکوونکو ته اجازه ورکړې چې د هغو سیمو ته هم لاړ شي چې طالبان پکې وخت ناوخت فعالیت کوي.
بل فرصت دا دی چې افغان ځواکونه لا هم فعال دفاعي حالت کې دي او د دې ویره نشته چې پر دې ډلې باندې دې هوایي بریدونه او یا ځانګړي عملیات وشي.
تاسو به عکسونه لیدلي وي چې د ډاکټرانو په جامه کې ځینې په سپین لباس پوښلي کسان شته چې څوک یې و نه پيژني.
همدا په سپينه جامه کې پوښلي کسان ځینو سیمو کې بیخي خبرې نه کوي او د طالبانو هغه قومندانان چې د پاکستان استخباراتو سره مستقم اړیکې لري، د دې کسانو مسیج نورو وسله والو ته رسوي.
ارزګان، کندهار، زابل، غزني، فراه او کندز هغه ولایتونه دي چې دا کسان ورته رسیدلي او غواړي د طالبانو د لیکو ارزونه وکړي، خو پلمه به د کرونا ضد کمپاین وي.
که دا لیکنه څوک لولي، نو د یو امتحان لپاره دې دې د هغو کسانو خبرې واوري چې د ډاکټرانو لباس کې یې ځان پوښلی دی.
پاکستان افغانستان کې له لاسوهنو لاس نه اخلي او تر څو چې سخت دریځي او د اسلام ټیکه داران افغانستان کې وي، پاکستان به یې د خپلو ګټو لپاره کاروي.
پاکستان چې خپل وطن کې اسلامي اساسي قانون نه لري، د اسلام تر نامه لاندې نورو هېوادونو کې شرعي نظام غواړي چې د دوی فرمانونه پکې وچلیږي.
خو اوس چې افغانستان امنیتي او دفاعي پیاوړی ځواکونه پیدا کړي، انشاءالله چې دا ځل به پاکستان هغه ارمان ته و نه رسیږي چې درلوده یې.
افغانان اوس د پاکستان په ټوله لوبه پوه دي چې غواړي د طالبانو په وسیله افغانستان کې څه وکړي، طالبان د پاکستان ملیشې دی، مستقیم ملاتړ یې ورسره دی او هڅه کوي چې واک ته یې ورسوي او یا یې واک کې شریک کړي چې د پاکستان ګټې افغانستان کې خوندي شي.

Share this page to Telegram

Comments