د چین یو پلاوی شمالي کوریا ته ځي

comments 0

1015 Views

هندوکش – چین: د چین د بهرنیو چارو وزیر او ورسره یو ستر پلاوی شمالي کوریا ته ځي.
په پام کې ده چې دغه پلاوی به د شمالي کوریا له چارواکو سره د کوریا ټاپو وزمې د روان کړکیچ په اړه خبرې وکړي.
وانګ یي او ورسره پلاوی به د راتلونکې می میاشتې په دویمه نيټه پیونګیانګ ته ولاړ شي.
دا خبر داسې مهال ورکول کیږي چې څه موده وړاندې د چین ولسمشر له کیم جونګ اون سره وکتل او تیره اونۍ د دواړو کوریاګانو مشرانو له یو بل سره ولیدل.
امریکايي چارواکو هم ویلي چې د جون میاشتې په لومړیو کې به د شمالي کوریا له مشرانو سره وګوري.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments