د چین وارداتي نندارتون د پانګوالو لپاره فرصت دی

comments 0

1 Views

هندوکش – چین: د چین نړیوال وارداتي نندارتون د اروپا لپاره د پانګونې ښه فرصت برابروي.
د وارداتو دغه نندارتون چې په لومړي ځل سږ کال په چین کې پرانیستل شو بریټانیا پکې میلمه هیواد دی.
چین په دغه غونډه کې له بریټانیا وغوښتل چې په اسیايي بازارونو کې د پانګونې لپاره ورته دا ښه موقع ده.
دا غونډه نن پیلیږي او د روانې نومبر میاشتې تر ۱۰مې نیټې به دوام وکړي.
په دې نندارتون کې د ۱۳۰ هیوادونو په استازیتوب ۲۸۰۰ تجارتي شرکتونو ګډون کړی دی.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments