د چین سفیر: د افغانستان او چین ترمنځ به درېمه اقتصادي غونډه جوړه شي

comments 0

0 Views

هندوکش – اقتصاد: جمهوررئیس محمداشرف غني تېر ماښام د چین ولسي جمهوريت له سفیر یوجینګ سره په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې د چین سفیر وویل چې افغانستان په اقتصادي وده، سیمه ییز اتصال او د ورېښمو نوې لار په مسیر کې د چین یو عمده شریک دی.
د چین سفیر زیاته کړه: «څلور چینایي شرکتونه تیار دي چې د افغانستان له اړوندو بنسټونو سره په مرسته به د اوسپنې پټلۍ جوړولو تمویلي موډل په اړه چې چین د کندز، مزارشریف او هرات له لارې له ایران سره نښلوي او ترڅنګ به یې نوري فایبر هم په دې مسیرکې وغځېږي، مطالعې وکړي.»
نوموړی وایی« په پام کې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ درېمه اقتصادي غونډه جوړه شي. هغه له افغانستان څخه د وچې مېوې د وارداتو په برخه کې د خپل هېواد تیاری اعلام او څرګنده یې کړه، ژر به یو چینایي پلاوی له افغانستان څخه د انارو، مرمرو ډبرو او رخامو د صادراتو د زمینو د ارزونې په موخه افغانستان ته سفر وکړي.»
جمهوررئیس غني د چین د جمهوریت له نېکو هېلو څخه مننه وکړه ويې ویل، موږ غواړو په سیمه کې د چین ښه اقتصادي شریک و اوسو او دا له سیمې او نړۍ سره زموږ د اړیکو مبنا ده، ځکه اقتصادي وده د دواړو هېوادونو، سیمې او ټولې نړۍ په ګټه ده.
سپو‌ږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *