د چهار اسیاب لپاره د طالبانو ولسوال ووژل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د چهار اسیاب لپاره د وسله والو تش په نوم ولسوال په شمول ۱۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د پتنګ او کلانو په سیمه کې د ۰۱ قطعې د ځانګړو عملیاتو په پایله کې لس وسله وال مخالفین وژل شوي او پنځه نیول شویدي چې په وژل شوو کې ۸ بهرني اتباع (چیچنیان) شامل دي.
همدارنګه د محمداغې ولسوالۍ د اب پران په سیمه کې د افغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې نور الرحمن حسیني چې د کابل ولایت د چهار اسیاب ولسوالۍ لپاره د وسله والو مخالفینو تش په نوم ولسوال وو هم وژل شویدی.
د یادونې ده چې په لوګر ولایت کې د ګډو ځواکونو لخوا د خیبر په نوم عملیات روان دي چې تراوسه یې په لسګونه وسله وال وژلي او ځینې یې نیولي چې اوس تر پوښتنو لاندې دي.
سپوژمی پوپلزي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *