د چهارمغز ګټې

comments 0

0 Views

په یوه تازه څېړنه کې جوته شوې ده، که تاسو په خپل ورځني ژوند کې هره ورځ غوزان وخوری، نو د زړه د ناروغیو او د وینې د کولېسټرول له ستونزې به پاک او صحتمند ژوند ولری.
د یونیورسټي آف پنسلوانیا د غذایي موادو یو څېړونکی ډاکتر (پیني کرس) په خبره؛ که د ورځې پنځه غوزان یا درې، د چایو د کاشوغې په اندازه د غوزانو تېل وخوری، نو دا به ستاسو د زړه د شیریانونو او د وینې په دوران کې ډېر ګټور تمام شي، او یواځې ۴ ساعته وروسته به دغه تغیرات پخپل بدن کې ووینی.
څېړونکو زیاته کړې ده، که د غوزانو خوراک روزانه کړو نو دې سره به زړه پیاوړی شي او د زړه د ناروغیو مخنیوی به مو وکړي.
د څېړونکو په وینا که څوک د زړه له کومې ستونزې سره مخ وي او یا یې د زړه عضله کمزورې شوې وي نو هره ورځ دې درې یا څلور چارمغزه خوري چې په دې سره به د زړه له یو شمېر ناروغیو وژغورل شي.

Share this page to Telegram

Comments