د چهاربولک امنیه قومندان روغتون کې ساه ورکړه

comments 0

6 Views

هندوکش – بلخ: د بلخ ولايت د چهاربولک ولسوالۍ امنيه قومندان د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.
د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ امنيه قومندان ضابط عبدالحليم خنجر تېره ورځ د يادې ولسوالۍ په ارزنکارو کلي کې له وسله والو مخالفينو سره نښته کې ټپي شو وو، چې تېره شپه يې د مزار شريف په يوه روغتون کې ساه ورکړه.
د بلخ ځايي امنيتي چارواکي وايي چې د يادې جګړې له امله د خنجر يو ساتونکی او د الماس په نوم د سيمه ييزو پوليسو يو قومندان هم وژل شوی او څو نور ټپيان دي.
حليم خنجر له تېرو څه باندې لسو کلونو راهيسې د بلخ په بيلابيلو ولسواليو کې د امنيه قومندان په حيث پاتې شوی او په همدې موده کې څو ځله پرې بمي چاودنې او بريدونه شوي و، چې د تېرې ورځې جګړه کې يې له ټپي کېدو وروسته ساه ورکړه
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments