د چمن دروازه کې د پاکستاني سرتېرو په ډزو کې څلور ملکیان وژل شوي

comments 0

406 Views

هندوکش ـ چمن: د پاکستاني پوځيانو لخوا د پښتونخوا پر ولسونو د روان استبداد په ترڅ کې پرون مازدیګر یو ځل بيا پاکستاني پوځيانو د چمن په دروازه کې پر عامو خلکو ډزې کړي او د ماشومانو او ښځو په ګډون يې څلور کسان وژلي دي.
ځايي خلک د پاکستاني پوځيانو د دې عمل په غبرګون کې ویلي چې دا د ظلم او استبداد نهايي حالت دی او دوی يې پر وړاندې هرو مرو به احتجاج کوي.
دا په داسې حال دي چې پاکستاني پوځيان تل د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا تورن شوي چې هلته په پښتونخوا او قبايلي سیموکې پر پښتون قام زور زیاتی کوي؛ خو د پاکستان حکومت تراوسه هېڅ خپل غوږ ندی ګرولی او پر عامو خلکو د روان استبداد پر وړاندې يې کوم اقدام نه دی کړی.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments