د چرګ كتلت

comments 0

0 Views

د كتلت دپاره بايد د چرګ د سينې څخه كار واخلو. سينه بايد داسي د هډوكو څخه جلا سي چي د وزرونو آخري برخه پكښي پاته وي. بيا د غوښو پوست ځني ليري كوو. او لږ يې سره كوټو چي پلني او نازكي سي. وروسته نو د سينې ټوټگـې په وچه، ميده سوې ډوډۍ كي وهو، بيا يې په هګۍ كي وهو او بيا يې د دوهم ځل لپاره په وچه ډوډۍ كي وهو او دواړي خواوي يي په غوړو كي سرې كوو. چي سرې سوې را باسو يې.
يادونه :- د چرګ سينه بايد د مخه ايشول سوې وي.
لازم مواد :-
1- د چرګ چيچى يو كيلو
2- تر ماشين ايستل سوي بادام ( د بادامو ميده سوى مغز ) يو ګيلاس
3- د سپيني ډوډۍ يا بريډ مغز د يوه ګيلاس په اندازه
4- هګۍ څلور دانې
5- شيدې يو ګيلاس
6- غوړي پنځوس ګرامه
7- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخيدو ترتيب :
چرګ ښه په ځير سره پاك كړى. ميده ورېښتان يې پر اور باندي وسوځى او پرې يې مينځى، په دېګ كي يې واچوى او دوې دانې ميده پياز، لږ مالګه او يو څه تازه بلګونه لكه ګشنيز يا نعناع ور سره واچوى لږ اوبه هم ورسره واچوى او پر اور يې كښېږدى، تر څو چرګ پوخ سي او اوبه يې دومره وچي سي چي، دوې،گ درې كاچغي لا پاته وي، بيا نو د چرګ اوبه د شيدو سره ګډوو. او غوړي يا كوچي ويلي كوو د شيدو او لږ مالګي او مرچو او د ډوډۍ د مغز سره يې ګډوو. د چرګ هډوكي ځيني ايسته كوو او غوښي يې يو وار تر ماشين باسو، بيا غوښي او تر ماشين ايستل سوي بادام، د شيدو او ډوډۍ مغز ټوله ګډوو او ښه يې په لاسو سره اغږو تر څو ښه غاز وكړي. بياد دغو موادو څخه يو رنـګه ګردۍ ، ګردۍ كوفتې جوړوو. او پر مېز باندي لږ اوړه يا ميده شوې وچه ډوډۍ پاشو او دغه كوفتۍ د هګۍ په څېر جوړوو. پدې شرط چي پنډوالى يې دوي سانتۍ وي او ډېري پنډي نه وي بيا هګۍ په يوه لوښي كي ماتوو او لږ مالګه ورسره ګډوو او ښه يې سره وهو بيا غوړي په كړايې كي اچوو چي سره سول كتلت په هګۍ كي وهو او دواړي خوا وي يې په غوړو كي طلائي رنـګه سرې كوو او را باسو يې. بيا يې په دېش كي اوډو او شا و خوا يې په سره كړو پټاټو باندي ښايسته كوو.
يادونه :- د چرګ كتلت كولاي سي چي بېله بادامو هم جوړ كړى او د ډوډۍ د مغز پر ځاى د يوه ګيلاس وچي ډوډۍ څخه كار واخلى.
هيلۍ د روميانو سره

Share this page to Telegram

Comments