د چرګ كباب

comments 0

0 Views

د اړتیا ور مواد:
1- د چرګ چيچان يو يو كيلو دوه دانې .
2- مستې 250 ګرامه .
3- اوږه لس دانې .
4- ګردي الغه (حلقه) سوي پټاټگـې 250 ګرامه .
5- شونډ كوچنى ټوټه .
6- غوړي 250 ګرامه .
7- مالګه، مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخولو طریقه:
چرګان پاك كړى او 24 ساعته يې په يخچال كي كښېږدى. مالګه شونډ او اوږه سره كړى او په 125 ګرامو مستو كي يې واچوى او چرګ د يخچال څخه را و باسى او په دغو مستو كي يې اخته كړى او بيا يې د يوه ساعت لپاره په يخچال كي كښېږدى.
تر يوه ساعت وروسته غوړي ښه سره كړى او چرګان ور واچوى او پر خام اور باندي يې سره كړى او پاته مستې لږ لږ ور اچوى كله چي لږ سره شول بيا الغه الغه پټاټگـې ور واچوى او پكښي سرې يې كړى.
تر سره كېدو وروسته يې په لاس وګورى چي غوښي پخې دي كه نه؟ كه پخې نه وې لږ مرچ او يو ګيلاس اوبه ور واچوى چي غوښي پستې سي. كه پخې وي ضرورت نسته، دېګ را كښته كړى. دابه ډېر خوند ور اوښه سره كړي چرګان وي.

Share this page to Telegram

Comments