د چاودیدونکو توکو ډیپو له منځه لاړ

comments 0

0 Views

هندوکش – ارزګان: د ارزګان امنیتي مسوولین وایي تېره شپه افغان ځواکونو د مرکز ترینکوټ لویدیځه څنډه کې د طالبانو د ماین جوړولو یوه فابریکه او د چاودیدونکو توکو ډيپو له منځه وړی دی.
په سویل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي مسوول یحی علوي وايي، تېره شپه افغان ځواکونو په یاده سیمه کې عملیات کړي چې د طالبانو د کلونو زیرمه یې له منځه وړې.
د علوي په خبره، همدا تېره شپه پوځ په چارچینو ولسوالۍ کې عملیات هم کړي چې درې وسله وال طالبان پکې وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
علوي زیاتوي، په دهراود ولسوالۍ کې بیا افغان سرتېرو دوه ریمونټ کنټرول بمونه له منځه وړي چې په عامه لار کې ایښودل شوي و.
عمران احمدزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *