د څو ولایتونو لپاره قومندانان وټاکل شول

comments 0

4 Views

هندوکش – کابل: کورنیو چارو وزارت د یو شمېر ولایتونو د پولیسو مشران له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې نوي کسان ګُمارلي دي.
د کورنیو چارو وزارت په وړاندیز او د ولسمشر په منظورۍ غلام سنايي د ننګرهار د امنیه قوماندان، محفوظ د پروان، معروف احمدزی د ارزګان او محمد جان د سمنګانو د نوي امنیه قوماندانانو په توګه ټاکل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د قومندانانو نوې ټاکنه د اصلاحاتو لړۍ ده چې دوام به پیدا کړي او هغه قومندانان چې ښه لاسته راوړنه نه لري، پر ځای به یې نور کسان وګماري.
تر دې وړاندې هم د ځینو ولایتونو امنیه قومندانان په کور کې کینول شوي او پر ځای یې نور کسان ګمارل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، هڅه کوي مسلکي او کاریګر کسان د ولایتونو امنیه قومندانان وټاکي چې له فساد سره د مبارزې تر څنګ ښه امن راولي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments