د څلور میاشتني بند وروسته علي وزیر او محسن داوړ پارلمان ته ستانه شول

comments 0

117 Views

هندوکش – پاکستان: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران، علي وزیر او محسن داوړ د خړ کمر تر پېښې وروسته د ترهګرۍ ضد قانون لاندې پر امنيتي ځواکونو د بريد په تورونو نیول شوي و. چې د بشري حقونو ادارو، پښتون ژغورنې غورځنګ او اپوزیسیون له پرله پسې غوښتنو وروسته، د سپتمبر په ۲۱مه په ضمانت خوشي شول.
د پښتنون ژغورنې غورځنګ دواړه مشران چې د پاکستان په پارلمان کې د شمالي وزیرستان استازي دي، پرون دوشنبه پارلمان ته لاړل.
محسن داوړ خپله وینا د پښتو په دغه شعر پیل کړه: زما تړلی لاس او ستا درنې درنې څپېړې – يو ورځ خو به جانانه دا حساب کې راولم.
محسن داوړ وویل چې د خړ کمر په پېښه کې پوځ پر دوی بېځایه تور ولګوه، ښاغلي داوړ زیاته کړه چې په هغه ځای کې پوځ زموږ پر ملګرو ډزې وکړې، چې په هغه پېښه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پنځلس بې وسلې کسان ووژل شول.
ښاغلي داوړ وویل چې که دوی دغه پوښتنه را پورته کړي چې ترهګر چا جوړ کړي؟ نو وژل کیږي او بند ته اچول کیږي، حال دا چې عمران خان څو ورځې مخکې په امریکا کې وویل چې د پاکستان پوځي او استخباراتي ادارو ترهګرو ډلو ته روزنه ورکړې او د ځان په ګټه یې ترې استفاده کړې ده.
د پارلمان په دغه غونډه کې د پاکستان د دفاع وزیر پرويز خټک خبرې وکړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ تورونه یې رد کړل.
هغه وويل: ((زه له يوه کاله وايم چې راشئ کښېنو سره. تاسو ولې نه کښېنئ. موږ امن راوستل غواړو په وزيرستان کې. پوځ هم له هغه ځايه وتل غواړي. که تاسو امن خرابول غواړئ او خرابه ژبه کاروئ نو تاسو سره په هيڅ صورت خبرې نه شي کېدلی. که ستاسو ايجنډا د پاکستان وي نو اوس هم ستاسو مسايل زه حلوم. تاسو بايد په دې ايوان کې وواياست چې ستاسو ايجنډا د پاکستان ده او د هغوی ادارو خلاف خبرې نه کوئ چې د ملک حفاظت کوي.))
د کورنيوو چارو او رېلوی وزيرانو هم ورته خبرې وکړي. پښتون ژغورنې غورځنګ وايي د حکومت سره له جرګو تر اوسه څه نه دې راوتي او پکار ده چې د حقیقتونو معلومولو لپاره دې يو کمېشن جوړ شي. په پارليمان کې هغه وخت شور شو چې علي وزير د دفاع وزير خبرو ته د ځواب ويلو موقع وغوښته.
د اپوزیسیون او حکومتي غړو تر لنډو ناندريو وروسته علي وزیر خبرې پېل کړې او وې ويل چې د قانون په رڼا کې له خپلو امنيتي ادارو څخه حساب غواړي.((په خدای قسم دی. الله مې په سر ولاړ دی. هلته چې هر څومره نقصان شوی دی ټول د ولسي وګړو شوی دی. راه نجات او ضرب عضب عملياتو کې د وژل شوو پنځوسو ترهګرو نومونه دې راکړي چې دوی وژلي وي، زه به استعفا ورکړم.))
د دغه غونډې جریان چې د پاکستان په دولتي ټلویزیون خپریده، د علي وزیر د وینا پر مهال له پرلمانه خپل ژوندي نشرات بند کړل او پر ځای یې د لاهور تاریخي ودانۍ په نامه پروګرام شروع کړو.
دادان وزيری

Share this page to Telegram

Comments