د ځمکې پرسر شخړه کې ۳ تنه وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیکا: د پکتیکا په سرحوضه ولسوالۍ کې د دوو لوریو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړې دری تنه وژلي او دری نور ټپیان دي.
د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر دادالله هوتک وايي، دا نښته تیر مازیګر د سرحوضې ولسوالۍ په سلطانو سیمه کې شوې، چې د یوې کورنۍ پنځو غړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.
د هوتک په خبره د دوو وژل شویو دوه نور وروڼه او پلار ټپيان دي، او یو منځګړۍ په کې وژل شوی دی.
هغه وايي، مقابل لوری یو کس وو چې زیان ندی ور اوښتی، او په تېښته بریالی شوی، خو پولیس پسې ګرځي چې و یې نیسي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply