د ځمکو غاصبینو لپاره محکمه جوړه شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: دولتي ځمکو د غصب مخنيوي په موخه د ۷ ولايتونو لپاره په ننګرهار کې ځانکړې محکمه جوړه شوه.
د ننګرهار ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې په ياده محکمه کې به د لس جريبو او له لس جريبو څخه پورته دولتي ځکمو غصب قضيو ته رسيدګي کېږي .
په همدې موخه د ننګرهار په استيناف محکمه کې په جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار استيناف محکمې رئيس قضاوتيار عبدالولي قاضي زاده وويل د دولتي ځمکو د غصب مخنيوي په موخه دغه ځانګړې محکمه به د ننګرهار په ګډون ، کونړ ، نورستان ، لغمان ، خوست ، پکتيا او پکتيکا ولايتونو د لس جريبه او له لس جريبو پورته غصب شويو ځکمو حقوقي او جزايي قضيو ته رسيدګي کوي .
دننګرهار استيناف محکمې رئيس په ننګرهار کې د دولتي ځمکو په غصب اندېښنه وښوده او له اړونده ارګانونو يې غوښتنه وکړه ، چې دعاملينو په نيولو کې لاس په کار او دې موضوع ته جدي رسيدګي وکړي.
په غونډه کې دننګرهار استيناف څارنوالۍ رئيس احمدخالد اوريا ددغه ځانکړې محکمې په رامنځ ته کيدو خوښي وښوده ، چې په خبره يې له دې سره به دغصب لويو قضيو ته رسيدګي وشي او د دولتي ځکمو دغصب په برخه کې به ګټورې پايلې ولري.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *