د ځان بساینې پالیسې او د افغانستان راتلونکی / بریالۍ ویاړ

comments 0

0 Views

ماليې وزارت تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د ناټو پیمان د مرستو په تمدید، د اقتصادي چټکتیا بستې او د اقتصادي ځان بسیاینې پالیسۍ، د عامه او خصوصي مشارکت د پروژو د پانګونې بستې او د پیسو نړیوال صندوق له لوري د افغانستان له مالي او اقتصادي اصلاحاتو څخه د پنځمې دورې بریالۍ ارزونې مالومات شریک کړي.
په دې مالوماتو کې راغلي چې د غبرګولي میاشتې په ۱۵مه نېټه د ناټو نظامي پیمان له غړو او شریکانو سره د بروکسل په ښار کې چې کومه ناسته شوې، ماليې وزارت ته د ناټو غړو او شریکانو له ۲۰۲۰ کال څخه وروسته د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د دوامداره مالي ملاتړ ډاډ ورکړ.
د ناټو ټولو غړو او شریکانو منلې چې له افغان امنیتي ځواکونو سره به اوږدمهاله مالي ملاتړ کوي او د پیاوړو امنیتي ځواکونو درلودل افغانستان د سولې لوري ته بیایې.
د افغانستان حکومت د اقتصادي چټکتیا بسته د ستونزو معلومولو، له بیوزلۍ سره د مبارزې او اقتصادي شاکونو ته د ځواب ویلو په موخه معرفي کړه، د دې بستې موخه کارموندنه، په بېلابیلو اقتصادي سکټورونو کې د کارموندنې پروګرامونو پلي کول، د بیوزلۍ کمول، اقتصادي وده او د بهرنیو مرسته کوونکو د مالي تمویل د وابستګۍ کمول دي.”
بسته په ټوله کې د ۸.۷ میلیارده ډالرو په شاوخوا کې د پانګونې اړتیا لري چې ۶۶ سلنې په شاوخوا کې د کرنې او اوبو لګونې په برخه کې پانګونه، ۱۵ سلنه یې د برېښنا زیربناء په برخه کې او ۱۹ سلنه پانګونه یې د ښار جوړونې برخې ته ځانګړې شوې ده.
په ټوله کې د یادې پانګې له وجوې څخه، ۵.۸ میلیادره ډالر (۶۷ سلنه) یې د حکومت پانګونه او پاتې ۳۳ سلنه یې د خصوصي سکټور ونډه ده.
د دې بستې د پلي کیدو موده ۹ کاله ده او د حکومت ۸۰ سلنه پانکونه به په لومړیو پنځو کلونو کې وشي.
په بریا سره د دې بستې پلي کیدل به ۱.۵ میلیونه دوامداره کاري فرصتونه رامنځته کړي او د پنځو کلونو لپاره به هر کال په منځني ډول ۲.۶۵ سلنه د کورنیو ناخالصو تولیداتو له ودې سره مرسته وکړي.
حکومت په پام کې لري چې د عامه او خصوصي مشارکت د پروګرام له لارې لویې ملي پروژې پلي کړي چې د ۶۰ میلیونه ډالرو په پانکونې سره د جناح او جمهوریت روغتونونو، د ۷ میلیونه ډالرو په پانګونې سره د جناح او ابن سینا په روغتونونو کې د تشخیصیه ماشین الاتو د نصبولو، د ۵۷۰ میلیونه ډالرو په پانګونې سره د ۲۲۶ میګاواټه برېښنا په تولید سره د باغدرې برېښنا بند، د ۳۵۰ میلیونه ډالرو په پانکونې سره د ۱۸۰ میګاواټه په ظرفیت سره د سروبي برېښنا بند د دویمې برخې، د ۳۵ میلیونه ډالرو په پانګونې سره د ننګرهار د حصار شاهي د ۴۰ میګاواټه لمزیرې برېښنا او د ۳۵ میګاواټه په ظرفیت سره په هرات ولایت کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د پروژو د امکان سنجونې مطالعه پای ته رسیدلې او د پانکونې لپاره به داوطلبۍ ته وړاندې شي.
په ټوله کې به په یادو پروژو کې ۱.۱ میلیارده ډالر پانګونه وشي.
دغه راز د پیسو نړیوال صندوق (IMF) سره د مالیې وزارت د هر اړخیزو نخنیکي بحثونو په اوږدو کې یاد صندوق د افغانستان اقتصادي او مالي اصلاحات د اعتباري اسانتیاوو پروګرام (ECF) له لارې د پنځمې دورې بریالۍ ارزونه وکړه او د افغانستان حکومت اقتصادي او مالي لاسته راوړنې یې تائید کړې.
افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې د پیسو نړیوال صندوق د اعتباري اسانتیاوو په پروګرام کې شامل شو، یاد پروګرام شپږ مرحلې لري تر اوسه پورې د افغانستان حکومت وکولی شول د ګډو ژمنو پنځمه دوره په بریا سره پای ته ورسوي او پاتې یوه دوره به یې د ۲۰۱۹ کال تر پایه بشپړه شي.
د هرې دورې په پای ته رسولو سره افغانستان ۶.۲ میلیونه ډالره تشویقي پیسې تر لاسه کوي، د پنځمې دورې د ارزونې په پای ته رسولو سره افغانستان وکولی شول په ټوله کې ۳۱ میلیونه ډالره تشویقي پیسې تر لاسه کړي.

Share this page to Telegram

Comments