د ځانمرګو سوداګر / بریالۍ ویاړ

comments 0

0 Views

ځانمرګي بریدونه په لومړي ځل د طالبانو د ریژیم له سقوط وروسته پيل شول او ترننه دوام لري، دې بریدونو تر ډیره ملکی وګړي قربانی کړي، ځکه ځانمرګی او بم دوست او دښمن نه پيژني، هر چرته یې چې چاودنه وکړه، شاوخوا خلک قرباني کوي.
اوس د ځانمرګو شیوه کاملا تغیر ده، دا چې طالبان یې مني او که نه، خو ټولو افغانانو ته په ډاګه ده چې ځانمرګي د کوم هدف لپاره روزل کیږي او په کوم نوم باندې بیا پرې ځانمرګی کوي.
دلته د څو کیسو یادوونه کوو
یو ځآنمرګي چې لومړي سر کې کیدل، کم عمره ځوانان به استخدامیدل، بیا به له دیني اړخه د قران او احادیثو ناسم تفسیر ورته کیده او ځانمرګي برید ته به چمتو کیدل، دا ډول کم عمره ځوانان له یو اړخ ملامت هم نه، ځکه زده کړې یې نه درلودلې، کار یې نه درلود او مبلغینو به د جنت د حورو او غلمانو کیسې وکړې او بیا به د یو هدف لپاره تر سیمې ورسول شو.
طالبان چې په دې برخه کې اوس ښه مهارت لري او په کاذبو تبلغاتو باندې ځوانان تېر باسې او ځانمرګي بریدونه پرې کوي، په دې برخه کې بریالي ښکاري، ځکه دا ډله چې په ځانمرګو بریدونو کوم وحشت کولی شي، مخامخ جګړه کې یې نه شي کولی.
طالبانو هم د جګړې شیوه بدله کړې، مخامخ جګړه کې هر څومره ووژل شي او یا نسبي پرمختګ وکړي، هیڅوک یې نه یادوي، خو که یو ځای ځانمرګی برید وکړي، بیا یې کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ را اخلي او خبرونه پرې جوړوي او بحثونه پرې کوي.
خو د طالبانو د جګړې قومندانان اوس په ځانمرګو سوداګري کوي، هغه ځوانان چې د اسلام او جهاد په نوم یې لیکو ته جذبوي له ډيورنډ کرښې پورې غاړې لیږي او تر زده کړو وروسته یې بیرته افغانستان ته ستنوي.
دلته د طالبانو د جګړې قومندانان لسو کې دوه ځانمرګي بریدګر د خپل هدف لپاره کاروي او نور یې په یو او بل خرڅوي، دا ځانمرګي بریدګر خبر نه وی چې د کوم هدف لپاره پر چا برید کوي، خو دا چې له ځانه تېر دی او غواړي د جنت حورو په حوس برید وکړي، یو ځآی ورته وښودل چې دلته عیسویان دي، هلته یهود دي او هر څوک چې و ټولو باندې جهاد کیږي.
د طالبانو د نشه‌يي توکو له کاروبار دا کاروبار ډیر خطرناک دی، یو ځانمرګي له درې سوه زره کلدارو نیولې بیا تر یو میلیون کلدارې خرڅيږي او بهرنۍ استخباراتي کړۍ او کورني دښمنان د خپلو هدفونو لپاره ځانمرګي بریدګر اخلي.
ډیر کله د خرڅ شویو ځانمرګو بریدګرو ریموټ هم د مالک په لاس کې وي، ځانمرګي ته یې یو هدف ښودلی وي، خو کله چې د سوداګر هدف ته ورسیږي هملته چاودنه ورکوي او ګډوډي جوړوي.
طالبانو د جګړې قومندانان اوس د ځانمرګو د سوداګرۍ له کبله زیاتې پيسې په لاس راوړي او له همدې کبله په جګړه ټینګار کوي چې کاروبار یې دوامداره شي.
د طالبانو مشران هم له دې کاروبار خبر دي، خو دا چې په جنګي دلو یې زور نه رسیږي، هیڅ ورته نه شي ویلی او جنګي ډلې بې غمه په بې خبرو ځانمرګو باندې افغانان قربانی کوي.
نو اوس وخت کې ځانمرګي بریدګر د اسلام او جهاد وسیله نه بلکې یو کاروبار دی چې د طالبانو زیات قومندانان پکې لاس لري او له دې درکه زیاتې پیسې په لاس راوړي.،

Share this page to Telegram

Comments