د ځآن بساینې پر لور / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

افغان حکومت د هر کال په تیریدو توانیږي چې عواید لوړ کړي او شفافیت رامنځ ته کړي.
دا باور وکړئ چې که جګړه نه وی، زموږ عواید زیاتیدل، شفافیت پکې رامنځ ته کیده او مصارف مو راکمیدل.
اوس زموږ د بودجې ۶۰ سلنه په امنیتي او دفاعي سکتور باندې مصرف کیږی، که جګړه نه وي، دا مصارف مو څو چنده راټیټیږي.
د مصارفو له راکمیدو سره یو ځآی د عوایدو د فرار مخه نیول کیږي او هیڅوک به و نه شي کولی چې ملي عواید شخصي جیب کې واچوي.
جګړه چې نه وي سیستم جوړیږي او افغان دښمنه هېوادونه هیڅکله نه غواړي چې سیستم جوړ او افغانستان ځان بساینې خوا ته لاړ شي.
تر څو به موږ په نورو هېوادونو باندې تکیه و او د نورو مرستو ته به مو لاس نیولی وي، کله چې په ځان بسیا شې، بیا هر څه خپله کیږي او د هیچا احسان به درباندې نه وي.
د ماليې وزارت د مالوماتو له مخې، سږ کال تر اوسه ۱۸۸.۲۷ میلیارده افغانی ملي عواید را ټول شوي، د عوایدو د لوړیدو یو لامل په ګمرکونو او عایداتي سرچینو کې شفافیت او د فساد مخه نیول دي چې دا کار له یو کال څخه بل کال ته پياړی کیږي او عواید ورسره لوړیږي.
د ماليې وزارت د مالوماتو له مخې، تیر کال همدا وخت ۱۷۰.۹۶ میلیارده افغانی راټولې شوې وې او هغه هدف چې نړیوال بانک ورکړی و افغان دولت ترې پورته تللی و چې د نړیوال بانک له تشویقې مرستې هم برخمن شو.
نو د تېر کال او سږ کال عواید که توپير کړو نو سږ کال ۱۷.۳۱ میلیارده زیات عواید راټول شوي او لامل دا دی چې کار اهل کار ته سپارل شوی او ځينې هغه سیمې له طالبانو نیول شوي چې عواید به یې ترې ترلاسه کول.
همدا رنګه تر اوسه ملي بودیجه، پراختیايي او عادي دواړه، ۷۸.۵ سلنه مصرف شوې او هغه پراختیایي پروژې چې د ۹۸ کال لپاره منظور شوې وې، تر ډيره یې بشپړې شوي او یا پرې کار روان دی چې بشپړې شي.
ماليې وزارت اټکل کړی چې سږ کال ترپایه به د ټولو عواید ګراف تر ۲۰۰ میلیارده افغانۍ ورسیږي او په دې سره به له هغه هدف پورته شي چې ټاکلی یې و.
کله چې له عایداتي سرچینو د مافیا او زور واکو لاسونه لنډ شي، خود به خوده عواید پورته ځي او افغانستان ځآن بساینې خواته ځي.
که مو جګړه پریږدي او ترهګر له تاوتریخوالي لاس واخلي، لیرې نه ده چې نږدې کلونو کې په ځان بسیا شو او بیا به پراختیایي او عادي بودجه له خپلو عوایدو برابروو اوهیڅ هېواد ته به اړتیا و نه لرو.

Share this page to Telegram

Comments