د پیښوربنو سیمه کي پرپولیسو وسله وال برید شوي

comments 0

1 Views

هندوکش – پښتونخواه: د خیبرپښتوخوا په جنوبي سیمه، بنو کې په یو وسله وال برید کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د بنو پولیسو د دې خبر د پخلي تر څنګ ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یادو پولیسو غوښتل له خپلو کورونو دندو ته لاړ شي چې د میراخېل پوستې په مربوطاتو کې ورباندې نامعلومو وسله والو برید کړی دی او یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده.
پولیس وایي، یو پولیس ځای پر ځای وژل شوی او دوه نور د درملني لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي چې روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.
د طالبانو حزب الاحرار ډلې د یادې پېښې پړه منلې او د ورته نورو بریدونو خبرداری یې ورکړی دی. د یادونې ده چې په روانه میاشت کې په ډېره اسماعیل خان او شمالي وزیرستان کې د بیلابیلو پېښو پر مهال ۱۱ پوځیان وژل شوي دي.
په دی ورستیوکي په خیبرپښتون خواکي پرپولیسو باندی بریدونو زوراخستي او پاکستاني طالبانوحزب الاحرار ډلي پړه پرغاړه اخلي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments