د پکتیکا ولایت اوسیدونکو په هېواد کی دپاکستان دورستیو لاس وهنو په تړاو لاریون وکړ

comments 0

104 Views

هندوکش- پکتیکا: په پکتیکا ولایت کې قومي مشرانو، ځوانانو ،مدني فعالانو او دیاد ولایت اوسیدونکو دافغان ځواکونو دملاتړ تر څنګ په هېواد کې د پاکستان دورستیو لاس وهنو دغندنې په تړاو لاریون وکړ.
یادو لاریونوال دپکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ کې سره راټول شوي او دپاکستان پرضد یې قهرجن شعارونه ورکول.
دوی وایي، د ډیورنډ کرښه هیڅ یوه افغان ته دمنلو نه ده او باید پاکستاني ځواکونه په افغان خاوره له راکټي بریدونو او په دې کرښه داغزن تار له غځولو لاس په سر شئ.
دوی همدا راز په هېواد کې دطالبانو له لوري تاوتریخوالی زیاتوالی په سختو ټکو سره وغانده او د اوربند غوښتنه وکړه.
عمران احمدزی

 

Share this page to Telegram

Comments