د پکتیکا ولایت اوسیدونکود سولې او اوربند غوښتنه کړې

comments 0

1 Views

هندوکش ـ پکتیکا: په پکتیکا ولایت کې دیني عالمانو،قومي مشرانو،مدني فعالانو،ځوانانو،میرمنو او د یاد ولایت ځايي اوسیدونکو د یوې جوړې شوې ناستې په ترڅ کې د سولې او اوربند غوښتنه کړې او له طالبانو یې غوښتي دي، چې په تاوتریخوالي کې کموالی راولئ.
د غونډې ګډونوالو د سولې په روانه پروسه کې د افغان امنیتي ځواکونو هڅې او قربانۍ ستایلي او له دوی څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
دوی زیاتوي، چې طالبان دې د حسن نیت په خاطر په تاوتریخوالی کې کموالي راولي او بیړني اوربند ته دې غاړه کېږدئ.
د ناستې ګډونوالو زیاته کړه، چې سوله د هرافغان هیله او غوښتنه ده او باید د جګړې ښکیل اړخونه په ځانګړي ډول وسلوال طالبان د خلکو غوښتتنو او هیلو ته لبیک ووايي او سوله وکړي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments