د پکتیکا د ګمرک رییس د فساد په تور ونیول شو

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیکا: د پکتیکا د ګمرک رییس د ملي امنیت ځواکونو لخوا د فساد په تور ونیول شو.
د ګمرک رییس احمدشاه ناصري تیره ورځ له غرمې وروسته د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د ملي امنیت لخوا له ۳۰ زره امریکايي ډالرو سره د بډو په تور نیول شوی دی.
پر احمدشاه ناصري تور دی، چې د ګمرک په فساد کې ښکېل دی او له دې وړاندې يې زرګونه نور ډالر هم د بډو په توګه اخیستي و.
احمدشاه ناصري له تېر یوه کال راهیسې د پکتیکا د ګمرک رییس په توګه دنده ترسره کوله.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments