د پکتیکا اوسیدونکو دملکي وګړو په وژنه غبرګون ښودلی

comments 0

101 Views

هندوکش ــ پکتیکا: د پکتیکا ولایت اوسیدونکي وايي، که وسلوال طالبان دملکي وګړو له وژلو لاس وانه خلي په وړاندې به یې ودریږي.
دپکتیکا اوسیدونکي وايي، طالبان هیڅ ډول اصولو ته ژمن نه دي،دوي په جګړه کې اسلامي ارزښتونو ته درناوی نه لري،له مسجدونو او دملکي وګړو له کورونو څخه دسنګر په توګه ګټه اخلي.
دوي زیاتوي، که وسلوال طالبان دواک ترلاسه کولو هڅه کوي، لومړي دې له جګړې لاس واخلي له افغان حکومت سره دې اوربند وکړي اودسولې له ملي پروسې سره دې یوځای شي.
طالبانو په تیرو څو اونیو کې په کابل،ارزګان، بغلان او دهېواد په مختلفو ولایتونو سلګونه بې ګناه هېوادوال په خپلو بریدونوکې وژلي دي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments